کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه د طالبانو ځواب ترلاسه کولو په موخه يو ځل بيا قطر ته تللى دى.
يوې باوري سرچينې چې د نوم نه اخیستو په شرط د مرغومي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل چې خليلزاد پرون قطر ته رسېدلى او ډېر ژر به له طالبانو سره رسمي خبرې پيل کړي.
بلخوا افغان ژورنالېست سميع يوسفزى چې په قطر کې د امريکا او طالبانو خبرې له نږدې څاري، په ټويټر کې ليکلي چې خليلزاد پرون ناوخته د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره غير رسمي خبرې کړې دي.
هغه د طالبانو د يوې سرچينې له قوله ليکلي چې دوى په محدوده توګه تاوتريخوالي کمولو ته لېوالتيا ښودلې ده.
خو د طالبانو رسمي وياندويانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ له تېر يوه کال راهيسې په قطر کې خبرې روانې وې، خو شاوخوا درې مياشتې مخکې په کابل کې له يوه ځانمرګي بريده وروسته چې په کې د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتېري ووژل شول، دا خبرې ولسمشر ټرمپ ودرولې.
خو تېره مياشت يو ځل بيا خبرې پيل شوې او مهمه اجنډا يې د اوربند او تاوتريخوالي کمول وو، د بګرام پر هوايي ډګر د طالبانو له ډله ييز بريد وروسته دا خبرې بيا وځنډول شوې.
امريکا طالبانو ته ويلي وو چې له خپلو مشرانو سره دې د تاوتريخوالي کمولو او اوربند په اړه سلا مشورې وکړي.
د طالبانو يو پلاوى په دې اړه پاکستان ته سفر وکړ او له خپلو مشرانو سره يې خبرې اترې وکړې، خو تر اوسه يې پايله نه ده په داګه شوې.
په کابل کې د امريکا سفارت يوې سرچينې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه چې که طالبان تاوتريخوالى نه کموي دوى ورسره بيا خبرو ته نه ورسره کېني.
سرچينې زياته کړې چې د طالبانو د قطر دفتر پلاوى په دې اړه د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.
خو طالبانو څو ورځې مخکې په يوه اعلاميه کې وويل چې دوى د هېڅ ډول اوربند پلان نه لري، بلکې امريکا ترې په محدوده کچه د جګړې کمولو غوښتنه کړې چې پرې فکر کوي.
login or register a new account.