Language

د عراق پارلمان د امريکايي ځواکونو د وتلو مصوبه تصويب کړه

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): د عراق پارلمان د رايو په اکثريت سره له دغه هېواد څخه د امريکايي ځوکونو د وتلو مصوبه تصويب کړې ده.

د عراق پارلمان دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې درې ورځې مخکې امريکا د بغداد په هوايي ډګر کې د ايران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سليماني د عراقي پاڅونوالو له مشر سره يو ځاى په يوه هوايي بريد کې ووژل.

د عراق لومړي وزير او حکومت د امريکا دغه بريد غندلى او دا يې په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

بلخوا د عراق پارلمان پرون د رايو په اکثريت سره له دغه هېواد څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو مصوبه تصويب کړې ده.

په دې مصوبه کې له حکومته غوښتنه شوې ده چې د عراق خاوره، هوايي حريم او بحري ساحې نور پرې نه ږدي چې د بهرنیو ځواکونو له خوا وکارول شي.

د عراق لومړي وزير عادل عبدل مهدي پرون پارلمان ته ويلي چې نور په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون باید ختم شي.

امريکا دا مهال په عراق کې شاوخوا پنځه زره سرتېري لري چې ډېری يې پوځي سلاکاران دي او د عراقي ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

بلخوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ عراق ته خبردارى ورکړى چې که ځواکونو ته يې د وتلو وويل، نو له سختو بنديزونو سره به مخ شي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ټرمپ پرون په فلوريډا ايالت کې له خبريالانو سره په خبرو کې ګواښ کړى، د بنديزونو ترڅنګ به عراق د هغو پوځي اډو پيسې ورکوي چې امريکا جوړې کړې دي.

login or register a new account.