کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۸): د کندهار د دامان ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې دې د کرنې د ودې په موخه د اوبو د سرچینو پر ډېرولو کار وشي.
د دامان ولسوال حاجي ښادي خان نوري له پژوک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، دغه ولسوالۍ چې کندهار ښار ته نږدې پرته ده د تېرو کلونو وچکالیو ځپلې ده.
هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کرنه بوخت دي، خو د اوبو کمښت یې جدي ستونزه ده.
دی وايي، دامان د کندهار له هغو ولسواليو څخه ده چې ډېر کلونه پخوا په کې د کوکنارو کرکیله صفر شوې او ډېرو خلکو د نورو توکو تر څنګ د زعفرانو کرلو ته مخه کړې چې حاصلات یې ښه شهرت هم لري.
نوموړی تمه ښيي چې د روان ژمي له اورښتونو سره د کال ابادۍ او د اوبو ډېرېدا ته هيلې پیدا شوې دي.
خو نوموړی له مرکزي ادارې څخه په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت د پوره کولو په برخه کې د بنسټیزو کارونو غوښتنه کوي.
ده وویل، د ارغستان او ترنک رودونه له همدې ولسوالۍ تېرېږي چې ۱۲ لویې ویالې ورڅخه جلا شوي او خلک له دغو اوبو د خپلو کروندو او باغونو د اوبولو کار اخلي.
خو ولسوال وايي چې د دغو ویالو سربندونه باید په پاخه او بنسټیزه توګه جوړ شي څو د اوبو وېش او رسېدل منظم شي.
نوري خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې په دې ولسوالۍ کې د باران اوبو د زېرمه کولو په موخه د یوه چیک ډیم او د ترنګ او ارغستان په رودونو کې د دوو استنادي دېوالونو جوړول تر کار لاندې دي چې د خلکو لپاره ښه زېری دی.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د دې ولسوالۍ د دوولسو کارېزونو د پاکولو چارې هم روانې دي چې د اوبو په ډېرښت کې به مهم رول ولري.
د دامان ولسوال زیاته کړه، غنم، زعفران، پسته، هندواڼې، خټکي، انګور او انار د دې ولسوالۍ مهم پيداوار دي چې د اوبو له ډېرښت سره به د دغو توکو حاصلات نور هم ډېر شي.
دغه راز ده غوښتنه وکړه چې د دغې ولسوالۍ د اقتصادي ودې په موخه دې د ولسوالۍ له مرکز څخه تر اعظم کلا سیمې پورې غځېدلی شاوخوا ۳۰ کیلومتره سړک هم جوړ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP