Language

تېره مياشت د هوايي دهلېزونو له لارې ١٠٩ ټنه توکي بهر ته صادر شوي

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د تېرې ډسمبر مياشتې پر مهال  د ١٧ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت  په ٧٨٧ الوتنو کې ١٠٩ ټنه بېلابېل توکي د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ياد وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  له يادو توکو ٢٥ ټنه یې چين، ٣٠ ټنه هندوستان او ۲۲ ټنه د اروپايي اتحاديې اړوندو هېوادونو جرمني، فرانسې، سوېډن، بلجيم، سويس او رومانيا ته صادر شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې  سعودي عربستان ته ٥ ټنه، متحده عربي اماراتو ته ١٩ ټنه، برېتانيا ته شپږ ټنه او ترکيې ته دوه ټنه توکي صادر شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت وايي چې له دې مخکې په نوامبر مياشت کې په سلو الوتنو کې د ٢٤ ميليونه ډالرو په ارزښت ١٠٦٢ ټنه توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو هېوادونو ته انار، زعفران، هنج، غوزان، انګور، خټکي، بادام، جلغوزي، غالۍ، قره قل، طبي توکي، د پسه څرمن، توت او پسته استول شوي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د هوايي دهلېزونو له لارې په شاوخوا ١٢٠٠ الوتنو کې د  ٢٣٥ ميليونه ډالرو په ارزښت څه باندې يوولس زره ټنه بېلابېل توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

login or register a new account.