Language

د امريکا تلونکي سفير د افغانانو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د امريکا تلونکي سفير جان باس د افغانانو ترمنځ پر يووالي د ټينګار ترڅنګ هيله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې يو سوله ييز افغانستان ته را وګرځي.

باس له تېرو دوو کلونو راهيسې په کابل کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کوله، پرون يې موده پاى ته ورسېده او ټاکل شوې چې امريکا نوى سفير کابل ته را ولېږي.

هغه پرون ناوخته په خپله ټويټرپاڼه کې د خداى په امانۍ ټويټ کې د  افغانانو ترمنځ پر يووالي ټينګار کړى دى.

جان باس زياته کړې: ((افغانان بايد خپل اختلافات يوې ډډې ته کړي، په ګډه کار وکړي او د يوه سياسي جوړجاړي له لارې له طالبانو سره سولې ته سره ورسېږي.))

د نوموړي په وينا، افغانان او دا ښکلى هېواد يې له سولې پرته بل شي ته اړتيا نه لري.

د امريکا پخواني سفير هيله څرګنده کړې چې له خپلې مېرمنې سره په راتلونکي کې يوه سوله ييز افغانستان ته راوګرځي.

د نوموړي دنده په داسې حال کې پاى ته رسېږي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې روانې دي او جان باس هم په دې پروسه کې مهم رول ترسره کړى دى.

هغه په افغانستان کې له ګڼ شمېر سياستوالو او دولتي چارواکو سره د سولې په تړاو ناستې کړې دي او د ټاکنو په پروسه کې یې هم فعاله ونډه لرله.

بلخوا امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز خبر ورکړى چې ډېر ژر به روس ويلسون د امريکا د نوي سفير په توګه کابل ته ولېږل شي.

هغه له دې مخکې په ترکيه، اذربايجان او ځينو نورو هېوادونو کې د سفير په توګه دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.