کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د امريکا په بريد کې د وژل شوي ايراني جنرال قاسم سليماني د جنازې په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ايران د سپاه پاسداران د القدس ځواک عمومي قوماندان جنرال قاسم سليماني د تېرې جمعې په ورځ د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې ووژل شو.
امريکا ادعا کوي چې سليماني د عراق او سوريې په ناامنيو کې د لاس لرلو ترڅنګ په عراق کې د امريکا پر سفارت د تېرې اوونۍ بريد کې لاس درلود او نور بريدونه يې پلانول.
د سليماني د جنازې لومړي مراسم په عراق کې ترسره شول، بيا يې جسد پرون ايران ته ولېږدول شو او په تهران کې يې د جنازې په مراسمو کې سلګونو زرو کسانو ګډون کړ.
د هغه د بلې جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره يې جسد نن د هغه پلرني ښار کرمان ته ولېږدول شو، چې هلته یې هم د جنازې په مراسمو کې سلګونه زره کسانو ګډون وکړ.
د ايران دولتي ټلوېزيون د مرغومي په ١٧مه خبر ورکړى، د سليماني د جنازې په مراسمو کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ٥٠ کسان مړه او شاوخوا٢٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او ممکن د مرګ ژوبلې شمېره تر دې لوړه شي.
login or register a new account.