Language

د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې، دوه پیلوټان یې هم مړه شوي

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د پاکستان د هوايي ځواک يوه الوتکه د تمريناتو پر مهال غورځېدلې او دوه پیلوټان یې هم مړه شوي دي.

د پاکستان رسنيو د مرغومي په ١٧مه د پوځ د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې دا پېښه نن د پنجاب ولايت د ميانوالي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، دغه اېف ٧ ډوله جنګي الوتکه د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلې  او په کې سپاره دواړه پيلوټان مړه شوي دي.

د پاکستان هوايي ځواک ويلي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده، تېر کال هم په همدې سيمه کې د پوځ يوه الوتکه غورځېدلې وه، خو پيلوټ يې خوندي و.

login or register a new account.