Language

امريکا: ايران د افغان سولې پروسې د کمزورې کولو هلې ځلې کوي

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨): د امريکا د  بهرنيو چارو وزیر مایک پمپیو ايران له طالبانو او حقاني ډلې سره د اړيکو پر درلودو د تورنولو ترڅنګ وايي چې دغه هېواد د افغان سولې د بهیر د کمزوري کولو هلې ځلې کوي.

پمپيو چې تېره شپه يې په واشنګټن کې يوه خبري کنفرانس ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې ایران د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه اجماع کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

login or register a new account.