کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸) : ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو سازمان سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ نن مازدیګر ټلیفوني خبرې سره وکړې.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د ناټو سرمنشي کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له جمهور رئیس غني څخه معذرت وغوښت او وې ویل، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې نن کابل ته سفر وکړي، مګر په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته راشي.
په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، د ترهګرۍ د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات ناشونی دی.
همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه چې کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال به د افغانستان او ناټو سازمان تر منځ د ستراتیژیکو او هراړخیزو مسایلو په اړه مفصلې خبرې وکړي.
login or register a new account.