Language

د ځمکو خوندیتوب په موخه د کونړ سيند ځینې برخې تحکیمېږي

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨): د خلکو له شکايتونو وروسته د کليو پراختيا وزارت وايي چې د کونړ پر سيند جوړېدونکي بولډروال زرګونه هکتاره کرنيزه ځمکه خوندي کوي او زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ځينو وکيلانو، ځايي اوسېدونکو انجنيرانو پر کونړ سيند پر جوړېدونکې بولډروال نيوکه کړې چې پر ټيټ کيفيت کې جوړېږي.

خو د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد، په ځانګړي ډول کونړ کې د بهېدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼي.

سرچينې زياته کړې، ځکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسمشر غني په سپارښتنه د کونړ د سیند په دواړو اړخونو کې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي د بولډر ډوله استنادي دېوال د جوړېدو پلان لري، چې په دې توګه به د دغه سیند د خونړي کېدو له امله د سیند په شاوخوا کې پرتو کرنیزو ځمکو او کورونو ته د زیان رسېدو مخه ونیول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دېوال د جوړېدو د پروژې په بشپړېدو سره به نه یواځې ویجاړه شوې ٥٢٠٠ هکټاره کرنیزه ځمکه چې ٢٧ میلیارده افغانۍ اقتصادي ارزښت لري او د سیند د لمنې د پراخېدو له امله شاړه شوې، بېرته په ابي لومړۍ درجه ځمکه واوړي، بلکې دغه پروژه به په سیمه کې له لس زرو څخه تر پنځلس زرو کسانو لپاره د اوږدمهاله کاري بوختیاوو د برابرولو ترڅنګ د کرنې، مالدارۍ د ودې، د مصنوعي ځنګلونو او سټروس ډوله بڼونو د جوړېدو لپاره هم لار پرانیزي.

سرچينې زياته کړې، تر دې دمه د کونړ سیند د مهارولو پروژې د ۱۸ کیلومترو د تطبیق تړونونه له ځايي اړوندو پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي چې پر ۱۲ کیلومترو یې عملي کار روان دی او ۳۵ سلنه کار یې بشپړ شوی. که د تطبیق په دغه پړاو کې د پروژې اړوند کومه تخنیکي ستونزه رامنځته کېږي، هغه په موقع بېرته اصلاح کېدای شي او د یادونې ده چې د پاتې شپږ کیلومترو دېوال عملي کار به هم له ټاکلي مهالوېش سره سم پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د تطبیق په لار کې خپل کاري طرزالعمل لري چې همدغه طرزالعمل ته په پام د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دغه دېوال د تطبیق چارې چې مغلقه او تخنیکي پروژه نه ده، په ۲۸ برخو کې د سیمې جغرافیې ته په پام ځايي پرمختیايي شوراګانو ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.