Language

“په بغلان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي”

پلخمري (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): د بغلان د ښځو چارو رياست وايي چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي پېښې کمې شوې دي.

دغه څرګندونې د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین نن د مرغومي په ۱۸ مه د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

د يقين په وينا، تېرکال بغلان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۹  پېښې ثبت شوې وې، سږ کال دغه شمېر ۲۱۵ ته راښکته شوی چې د پام وړ کموالی ښيي.

هغې زياته کړه: ((تر ټولو مهمه دا ده چې د قتل او له کوره د تېښتې پېښې کمې شوې دي او عمده لامل يې دا دى چې خلک موږ ته مراجعه کوي او موږ مشوره ورکوو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال په دغه ولايت د مېرمنو د وژلو ١٤ پېښې وې، خو سږکال يې کچه نهو ته راټيټه شوې ده.

یقین زیاتوي، سږ کال تراوسه د نامزادۍ د فسخه  کولو  ۱۹ پېښې ثبت شوي چې تېرکال شمېره ډېره لوړه وه.

د هغې په وینا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د کچې راښکته کېدو لامل په لرو پرتو ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو په اړه عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کول وو، چې سږکال په نهو ولسواليو کې تطبيق شوى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.