ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : د مشرانو جرګې غړي دې د وړو مسایلو پرځای پر لویو مسایلو تمرکز وکړي

غني : د مشرانو جرګې غړي دې د وړو مسایلو پرځای پر لویو مسایلو تمرکز وکړي

author avatar
9 Jan 2020 - 17:34
غني : د مشرانو جرګې غړي دې د وړو مسایلو پرځای پر لویو مسایلو تمرکز وکړي
author avatar
9 Jan 2020 - 17:34

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨): ولسمشر د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې د مقرریو، شخصي عریضو، غوښتنو او وړو مسایلو پرځای پر لویو ستونزو او مسایلو تمرکز وکړي او هم دې د هغو غونډو شمېر مشخص واضح کړي چې لومړۍ درجه مسوولین ور غواړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د ملي شورا بېلابېلو کمېسیونونو سره د کتنو په لړ کې نن په چهار چنارماڼۍ کې  د مشرانو جرګې د اوو بېلابېلو کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره وکتل.

سرچينه زياتوي، ولسمشر مشوره اسلامي اصل وباله او ويې ویل، د ملي شورا بېلابېلو کمېسیونونو سره د ناستو دغه لړۍ به ادامه ولري. همدارنګه یې وزیرانو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د کمېسیونونو ستونزې او وړاندیزونه جدي ونیسي؛ د حل لپاره یې اقدامات وکړي او همدارنګه خپلې اصلاحي برنامې له مشرانو او ولسي جرګې سره شریکې کړي.

ده همدارنګه د مشرانو جرګې له سناتورانو څخه وغوښتل، د هغو غونډو شمېر دې مشخص او واضح کړي چې د وزارتونو او ادارو لومړۍ درجه مسوولین ور غواړي، ترڅو هغوی هم خپلو مسوولیتونو ته رسیدګي وکړي او هم د کمېسیونونو په غونډو کې ګډون وکړای شي.

هغه د مشرانو جرګې له غړو هیله وکړه چې د مقرریو، شخصي عریضو، غوښتنو او وړو مسایلو پرځای پر لویو ستونزو او مسایلو تمرکز وکړي او د درې ګونو قواوو د دندو ترمنځ د تفکیک اصل ته په درناوي د قضاوتونو پرځای یوازې نظارت وکړي.  

ده څرګنده کړه، د بېلابېلو وزارتونو د ارزونې په پایله کې یې یوازې په پوهنې وزارت کې د اساسي اصلاحاتو په موخه له اړوندو مسوولینو سره لس غونډې کړي چې د هغو د تطبیق په رڼا کې به پوهنې وزارت کې سمون او ښه والی راشي. په نوي ښوونیز کال کې به حداقل اووه زره د نجونو او هلکانو لېسو ته د انټرنټ او ټکنالوجۍ اسانتیاوې برابرې شي او د شپږ زره ښوونځیو له جوړولو سره به د ودانیو د نه شتون ستونزې په اساسي توګه حل شي.

غني د حج پروسه کې شته ستونزو ته په اشارې د ارشاد ، حج او اوقافو سرپرست وزیر ته لارښوونه وکړه چې د حج پروسې، خصوصا د تدارکاتو او عملیاتي برخې ستونزې په اساسي توګه حل کړي او همدارنګه د سهمیې او د حاجیانو د معلمانو د استخدام برخه کې د شفافیت او اهلیت ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ عدالت هم تامین کړي.

ولسمشر وویل، د هېواد د خودکفایۍ لپاره له فساد سره د جدي مبارزې ترڅنګ به ګمرکونه له مالیې وزارت څخه نیمه خپلواک شي، د اوبو په مدیریت او داخلي تولیداتو به اساسي پانګونه وشي. غیرعادلانه تنخواګانې به له منځه یوړل شي. د ولایتونو د اساسي پرمختګ په موخه به افغانستان په اتو انکشافي زونونو ووېشل شي او د هر ولایت راتلونکي او یو تربله اړیکو ته به اساسي پام وشي.

غني په ټینګار سره وویل، سیستم او بنسټونه باید په اساسي توګه جوړ شي او هره افغانۍ چې لګول کېږي، موثریت او پایله یې باید معلومه وي. د لوړو زده کړو په ګډون د ټولو وزارتونو او ادارو د خدماتو موثریت او ښه والي، سرحدي ولایتونو او ولسوالیو، د زندانونو وضعیت، علماوو، مدرسو، کوچیانو، د بالاحصارونو بیارغونې او د اصلاحاتو بهیر تطبیق ته اساسي توجه کېږي.

ده ملي یووالی، د قانون حاکمیت او د جمهوریت پایښت د ټولو غوښتنه وبلله او ويې ویل، ملي وحدت له ستونزو څخه د وتلو کیلي ده او د ملي بحث په پایله کې باید خپلې ملي کرښې لا روښانه کړو او د مشرانو جرګې له استازو څخه یې وغوښتل چې د سیاسي قشر ترمنځ د متقابل درناوي د فضا د ایجاد په برخه کې ګامونه واخلي.

د ده په وينا، په سیمه کې وروستیو پېښو حالات ډېر پېچلي کړي او د هېواد د ملي ګټو په خاطر باید په بهرني سیاست کې د وضاحت ترڅنګ په تدبیر ګام واخیستل شي.

هغه زیاته کړه، د فساد د له منځه وړلو لپاره باید اداري جوړښت اساسي بدلون ومومي، برنامه محور، عملي او اساسي باید مخته لاړ شو او داسې فضا ایجاد کړو چې د تبعیضي او توپیري چلند مخه په کې ونیول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.