پل علم (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨): په لوګر ولايت کې له لس زره بې ځايه شويو، بيوزلو او سيلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ پيل شوه.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د لوګر د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مطيع الله احمدزي وويل چې د يوې سروې له مخې په دغه ولايت کې د مرستو لپاره لس زره هغه کورنۍ په نښه شوي چې د جګړو له امله بې ځايه شوي، بيوزله دي او يا هم سيلابونو ځپلې دي.
هغه وايي: ((د خوراک نړيوال سازمان له لوري موږ ته غنم، وريجې، غوړي او يوه اندازه نور خوراکي توکي راکړل شوي چې پر دې کورنيو يې و وېشو او نن مو دغه لړۍ پيل کړه.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه خوراکي توکي د مرکز پل علم ترڅنګ په ټولو ولسواليو کې پر سروې شويو کسانو وېشل کيږي.
يوتن مرسته اخيستوونکي او د مرکز پل علم د نيازيو کلي اوسېدونکي احمد ضيا پژواک ته وويل چې سيلابونو سخت ځپلى دى.
هغه وايي: ((په پسرلي کې زما دوه جريبه فصل اوبو لاندې کړ، حکومت اوس راته دوه بورۍ غنم او وريجې راکړې، زه په دې څه وکړم دا خو ډېر کم دي.))
دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د پنجدې سيمې اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې د حکومت له مرستو ډېر خوښ دى.
هغه وويل: ((په کور کې هېڅ هم نه لرو، د الله پاک شکر دى چې حکومت راسره کومک وکړ.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې د لوګر د کډوالو چارو رياست له لوري هم پر يو شمېر مستحقو کورنيو مرستې و وېشل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP