کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨) : دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې پر عراق د ايران توغندويي بريدونو کې ددوى سرتېرو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ټرمپ دغه څرګندونې د عراق پر دوو پوځي اډو د ايران له توغندويي بريدونو ٢٤ ساعته وروسته خپل ولس ته په وينا کې کړې دي.
پرون سهار وخته ايران د جنرال سليماني د وژنې د غچ اخيستلو په موخه په عراق کې دامريکا پر دوو پوځي اډو شاوخوا ١٤ توغندي توغولي وو، ايران ادعا کړې ده چې په دې بريدونو کې ٨٠ امريکايي سرتېري وژل شوي او تر ٢٠٠ زيات ټپيان دي.
خو ټرمپ وويل چې د ايران په دغو بريدونو کې امريکايي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.
هغه زياته کړه چې امريکايي ځواکونو له مخکې احتياطي ګامونه اخيستي وو او د خبردارۍ سيستمونه يې فعال وو چې له همدې امله يې ځواکونه خوندي پاتې شوي دي.
د امريکا ولسمشر زياته کړه : "داسې ښکاري چې ايران نور مخ پر زوال دی."
هغه يوځل بيا د ايران د قدس ځواکونو وژل شوی مشر قاسم سليماني " لوی ترهګر" ياد کړ او زياته يې کړه چې هغه بايد پخوا وژل شوی وای.
ټرمپ وويل چې سليماني په سيمه کې تاوتريخوالي ته لمن وهله، د حزب الله ډلې په ګډون يې اورپکي روزل او ترهګريز بريدونه يې کول.
د هغه په وينا، په بغداد کې د امريکا پر سفارت بريد هم د سليماني پلان و ، هغه نور پلانونه هم نيولي وو، خو امريکا پرېنښود.
login or register a new account.