Language

پولیسو په کابل ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۸ کسان نیولي دي

 کابل (پژواک، ١٩ مرغومی ٩٨): د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کابل کې ۱۸ کسان د بېلا بېلو جرمونو په ځانګړې توګه عامه نظم د ګډوډۍ، غلا او چور په تور نیولي دي.

 د کورنیو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې راغلي چې پولیسو د سیارو ګزمو، چک پاینټونو په جوړولو او د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په څو اوپراتیفي عملیاتو کې ۱۸ کسان د بېلا بېلو جرمونو په ځانګړې توګه ناقانونه وسلو د لېږد، غلا، عامه نظم د ګډوډولو په تور نیولي دي.

 سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان د کابل ښار د دویمې، درېیمې، اوومې، اتمې، نهمې، پنځلسمې، شپاړسمې، اوولسمې او اتلسمې حوزو اړوند سیمو کې نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو څخه یې څلور میله تومانچې، دوه عرادې موټر او اته برچې ترلاسه شوي دي.

سرچینې لیکلي چې دغه پراخ عملیات د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مجرمانو د نیولو لپاره په دوامداره توګه ترسره کېږي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په کابل کې د مجرمانو پر ضد د پولیسو عملیات د یوه منظم پلان له مخې ترسره شوي دي.

هغه پژواک ته وویل، مخکې له مخکې د مجرمانو نوملړ له پولیسو سره شریک شوی او وروسته عملیاتي ټېمونه په ډېر جدیت عملي ډګر ته راوتلي دي.

د نوموړي په خبره، دغه عملیات به د اړتیا تر مهاله دوام ولري.

رحیمي زیاته کړه: ((پولیس به د ګرانو هېوادوالو د رواني او فزیکي امنیت د ارامۍ په برخه کې هېڅ دول هڅه ونه سپموي.))

 د پولیسو عملیات وروسته له هغه  پيل  شوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې چې له امله یې څو تنه وژل شوي هم دي.

login or register a new account.