Language

ايران ومنله چې اوکراينۍ الوتکه يې په تېروتنه ويشتلې ده

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): ايران رسماً ومنله چې اوکرايني الوتکه د پوځ له خوا په تېروتنې سره په توغندي ويشتل شوې ده.

د اوکراين یادې الوتکې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د تهران د امام خميني له هوايي ډګره له الوتنې څو د قيقې وروسته په هوا کې اور واخیست او ولوېده.

په دې الوتکه کې د عملې او مسافرو په ګډون ټول ١٧٦ کسان ووژل شول چې لس افغانان هم په کې وو، په نورو قربانيانو کې يې ډېرى ايرانيان او کاناډايان وو.

د ايران دولتي ټلوېزيون د مرغومي په ٢١مه خبر ورکړى چې د پوځ له لومړنيو پلټنو ثابته شوې چې دا الوتکه په تېروتنې سره ويشتل شوې ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په ټويټر کې ليکلي چې  دا پېښه په سيمه کې د امريکا د جنګي لېونتيا له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې: ((د دې پېښې له زيانمن شوو هېوادونو، د هغوى له وګړو قربانيانو کورنيو څخه بښنه غواړو او خواخوږي ورسره ښیو.))

له يادې پېښې وروسته ځينو کاناډايي او امريکايي چارواکو ادعا کړې وه چې دا الوتکه ويشتل شوې، خو د ايران د حکومت له خوا دا ادعا رد شوې وه.

د اوکراين ولسمشر وړمه شپه له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټېليفوني اړيکه کې په ياده پېښه کې د لسو افغانانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې وه.

په تهران کې د افغانستان سفارت ويلي چې د يادې پېښې د وژل شوو افغانانو د پېژندلو او نورو معلوماتو راټولولو په موخه يې هڅې پيل کړې دي.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، يو پلاوى تهران ته لېږي، څو په ياده پېښه کې د وژل شوو افغانانو په اړه له ځايي چارواکو سره خبرې وکړي.

login or register a new account.