Language

ايران د څو ساعتونو لپاره د انګلستان سفير بندي کړى و

 

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٨): د ايران امنيتي ځواکونو په پلازمېنه تهران کې د انګلستان سفير د څو ساعتونو لپاره بندي کړى و.

ايران وايي چې د انګلستان سفير د  تهران په هغه لاريون کې ګډون کړى و چې د ويشتل شوې اوکراينۍ الوتکې په غبرګون کې وشو.

دغه اوکراينۍ الوتکه چې په کې د عملې او ١٣ افغانانو په ګډون ١٧٦ کسان سپاره وو، تېره اوونۍ په تهران کې د ايراني ځواکونو له خوا وويشتل شوه او په کې سپاره ټول کسان ووژل شول، ايران پرون اعلان وکړ چې دا الوتکه يې په تېروتنې سره ويشتلې ده.

په ياد لاريون کې زرګونو ايرانيانو ګډون کړی و،  د ايران د مذهبي مشر ايت الله خامنه اي او حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.

په ټولنيزو شبکو کې خپرو شوو ويډيوګانو او عکسونو کې ښودل کېږي چې پارېدلو لاريون کوونکو د قدس ځواک د وژل شوي مشر قاسم سليماني عکسونه هم څېروي.

د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د ايران له خوا د خپل سفير بندي کول په کلکه غندي او دا يې له ټولو نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې ده.

بلخوا د امريکا ولسمشر ټرمپ هم د ايراني لاريون کوونکو ملاتړ کړى، هغه په ټويټر کې په فارسي ژبه خپل ټويټ کې ليکلي: ((د ايران ځورېدلی ولسه! زه له لومړي سر څخه له تاسو سره ولاړ يم او ستاسو کلک ملاتړ کوم، موږ ستاسو اعتراضونه له نږدې څارو، ستاسو  شجاعت د ستاينې وړ دى.))

login or register a new account.