Language

“ایران کې د ویشتل شوې الوتکې د پنځو افغان قربانیانو کورنیو سفارت ته مراجعه کړې “

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٨): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په ايران کې د ويشتل شوې الوتکې د افغان قربانيانيو پنځو کورنيو په تهران کې افغان سفارت ته مراجعه کړې ده.

د اوکراين دغه الوتکه چې تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د تهران له هوايي ډګره له الوتنې څو دقیقې وروسته د ایراني ځواکونو له خوا وویشتل شوه او ولوېده.

پرون ايران په رسمي توګه ومنله چې دا الوتکه د دوى د ځواکونو له خوا د بشري تېروتنې له مخې ويشتل شوې ده؛ ځکه ځواکونو یې د کروز میزایل شک پرې کړی و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې کاناډا په دې اړه د افغانستان، سويډن او اوکراين په ګډون يو ګډ کاري ګروپ جوړ کړى، څو د الوتکې په اړه معلومات راټول کړي او د ايران له حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره يې شريک کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې همدا ډول يوه کاري ډله په تهران کې د افغان سفارت له خوا هم جوړه شوې ده.

ګران هېواد وايي، ټولو ګډون کوونکو هېوادونو د الوتکې د راغورځېدو د لاملونو په تړاو د بشپړې او شفافې پلټنې پر اړتیا ټینګار کړى، څو د قربانیانو کورنۍ او دوستان هغه ځوابونه ترلاسه کړي چې دوی يې مستحق دي.

هغه وويل، دوی همداراز هوکړه وکړه چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به خپلو نږدې اړیکو او ګډ کار او همداراز د دې غمجنې پېښې د شفافیت او حساب ورکړې ډاډمنولو په موخه له نورو نړیوالو همکارانو سره هم خبرو اترو ته دوام ورکوي.

د بهرنيو چارو وزارت وويل چې تر اوسه په ايران کې درې او په اروپا کې مېشت دوو افغان کورنيو په ياده پېښه کې د خپلو قربانيانو د جسدونو ترلاسه کولو په موخه مراجعه کړې ده.

د هغه په وينا، په ايران کې د مېشتو درېيو افغان کورنيو وينې اخيستل شوې او د ايران حکومت ته يې د ډي اېن اې تشخيص لپاره سپارل شوې، څو د کورنۍ د غړو جسدونه يې ترلاسه شي.

login or register a new account.