کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٨): هندي پوليسو نهه افغانان د شاوخوا سل ميليونه کلدارو په ارزښت هيرویینو سره نيولي دي.
هندي رسنيو د مرغومي په ٢٣مه خبر ورکړى چې له نیول شوو نهه کسانو د کندهار له هوايي ډګره نوي ډيلي ته دغه نشه يي توکي قاچاق کړي وو او دوو نورو ورسره په دغه کار کې مرسته کړې وه.
د هند د نشه يي توکو د کنټرول ادارې پوليسو ته ويلي چې يادو کسانو د لوړ کیفیت لرونکي ١،٦ کيلوګرامه هيرویین په کپسولونو کې قاچاق کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې دغه نشه يي توکي یې په هوايي ډګر کې د تلاشۍ پر مهال ترلاسه کړي او نيول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي.
پوليسو ويلي چې دغه کسان د درملنې په بهانه هندوستان ته ورغلي وو.
د يادونې ده، هره مياشت يو شمېر کسان د کابل، کندهار، هرات، او مزارشريف هوايي ډګرونو کې هم د پوليسو له خوا نيول کېږي چې هندوستان ته نشه يي توکي قاچاق کوي.
login or register a new account.