Language

​چارواکي: د ګردېز له زندانه په تښتېدلو بنديانو کې څلور تنه طالبان دي

لومړى تعقيب -ګردېز (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د سوېل ختيځ زون له مرکزي زندان څخه په تښتېدلو اووه تنه زندانيانو کې څلور يې د وسله والو طالبانو غړي دي.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي د مرغومي په ٢٣مه پژواک ته وويل چې پاتې درې تنه جنايي مجرمين دي، چې دوه يې په اوږده بند محکوم شوي وو.

سهي زياته کړه چې د زندانيانو د تښتېدلو د څرنګوالي موضوع تر کار لاندې ده او د يادو زندانيانو د پلټنې هڅې هم روانې دي.

نوموړی وايي:((څلور تنه يې سياسي او د وسله والو مخالفينو له جملې دي؛ پاتې يې نور جرمونه لري. د موضوع د څرنګوالي په اړه پوښتنې او پلټنې روانې دي.))

د پکتيا د سيمه ييز محبس مدير سمونمل اجمل هم د پېښې د دقيق څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې دا مسله به له پلټنو وروسته روښانه شي.

اجمل په دې پېښه کې د محبس د پوليسو ناغېړي مني او وايي، هغه کسان به څارنوالۍ ته معرفي شي چې په دې پېښه کې لاس لري.

نوموړی وايي چې دې کسانو د جومات د کوچنۍ کړکۍ يوه وسپنيزه برخه ماته کړې او له هغه لارې يې د محبس له عمومي دېوال څخه ځانونه غورځولي دي.

نوموړي زياته کړه: ((غل له پوليسو لس قدمه مخکې وي. هغوی له خپلو تکتيکونو او مهارتونو کار اخيستی او تښتېدلي. کشفي او اوپراتيفي ارګانونه راغلي، موضوع به بررسي شي، نور جزئيات به وروسته درکړو او هغه کسان به هم شناسايي شي چې غفلت يې کړی دی.))

بل خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې تښتېدلې ټول اووه تنه د دوی له ډلې او تر دوی يې ځانونه رسولي دي.

نوموړی د يادو کسانو نومونه بسم الله، رازمحمد، اسماعيل، سعدالدين، عبدالحکيم، شېر بهادر او حضرت الله يادوي او زياتوي چې ياد کسان يې خوندي ځای ته رسولي دي.

د سوېل ختيځ زون په دې مرکزي زندان کې شاوخوا ۶۰۰ تنه بنديان ساتل کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.