کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): په ايران کې د افغانستان سفارت وايي چې د اوکراين په ويشتل شوې الوتکه کې له وژل شوو ١٣ افغانانو اووه یې پېژندل شوي دي.
د اوکراين دغه الوتکه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د تهران د امام خميني له هوايي ډګره له الوتنې څو دقيقې وروسته وويشتل شوه او را ولوېده.
په دې الوتکه کې د عملې او مسافرو په ګډون ټول ١٧٦ کسان ووژل شول چې ۱۳ په کې افغانان دي، په نورو قربانيانو کې ډېرى ايرانيان او کاناډايان وو.
د ايران دولتي ټلويزيون د مرغومي په ٢١مه خبر ورکړى چې د پوځ له لومړنيو پلټنو ثابته شوې چې دا الوتکه په تېروتنې سره ويشتل شوې وه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې مخکې اعلان کړى و چې دې پېښه کې ١٣ افغانان هم وژل شوي دي.
په تهران کې د افغانستان لوى سفارت له خوا د مرغومي په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم د اوکرایني الوتکې د لوېدو قربانیانو له کورنیو سره د مرستې چارې ګړندۍ کړې دي.
سرچينې زياته کړې، د سفارت د رهبري پلاوي او جوړې شوې کمېټې د ګړندیو هڅو په پایله کې د ټولو قربانیانو د کورنیو غړو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اعلان شوو نومونو پر بنسټ، په تهران کې د افغانستان سفارت ته مراجعه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ايران عدلي طب د افغانستان سفارت ته د اوو قربانيانو هر يوه سکينې احمدي، محسن احمدي، مطهرې احمدي، رحیمې کاتبي، شهرام تاجک، مهدي تاجک او مهدي رضايي د جسدونو د تشخيص ډاډ ورکړی دی.
سفارت ويلي، د دغو کسانو کورنۍ کولی شي چې د خپلو عزیزانو جسدونه نن سې شنبې تسليم شي او سفارت د نورو قربانيانو د جسدونو د تشخیص او تسليمۍ هڅه کوي.
بلخوا د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې د يادې الوتکې ويشتونکو ته به سخته سزا ورکول کېږي.
هغه زياته کړې چې يواځې هغه چې پر الوتکه يې توغندى ويشتی و، د دې پېښې مسوول نه دى، بلکې نور کسان هم په کې شريک دي.
روحاني وايي چې يوې ځانګړې محکمې ته د دې پېښې د پلټنو دنده سپارل شوې ده او ډېر ژر به يې پايلې اعلان شي.
login or register a new account.