Language

د خوست دوکانداران: ولايت مقام په خپله خوښه توکو ته لوړ نرخونه ټاکلي

خوست ښار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۸): د خوست ښار د دوکاندارنو ټولنيزې شورا غړي وايي، هغه نرخنامه چې د ولايت مقام له خوا جوړه شوې، له دوی سره په کې مشوره نه ده شوې.

هغوی چې نن د «مرغومي ۲۵مه» يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، په دې نرخنامه کې د ځينو توکو بيې له خپل اصلي حالت څخه ډېرې لوړې ټاکل شوې دي.

دوی له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې په ياده نرخنامه کې اصلاحات راولي، ګني امکان دې ولري چې خلک بېرته راکړه ورکړه په کلدارو کې ترسره کړي.

د دې شورا مشر جمال تڼي کنفرانس ته وويل، له ولايت مقام سره د خوست ښار دوکاندرانو او د اصنافو اتحاديو د افغانيو په ترويج کې ډېره همکاري وکړه، خو ولې د نرخونو په ټاکنه او کنټرول کې پاتې راغلی.

هغه وايي، کومه نرخنامه چې ولايت مقام د خوست ښار دوکاندارانو ته ټاکلې، له دوی سره په کې مشوره نه ده شوې او په وينا يې چې بايد بدلون په کې رامنځته شي.

دی زياتوي: ((د نرخونو ټاکنې غونډه کې اول زه نه يم ناست، مهر مې د افغانۍ د ښې مروج کولو په موخه ور لېږلی، خو اوس ځان په دې مجرم بولم چې د نرخ په ټاکلو کې نه يم ناست او په غياب کې مې مهر ورليږلې. هغه نرخ چې دوی ټاکلی له سره نرخ نه دی. د ځينو شيانو نرخ سم دی، نوره ټوله نرخ نامه يې ظالمانه ټاکلې.))

د دوکاندرانو د دې شورا غړي بادشاه سردار هم دغه کنفرانس ته په خپلو خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه، کومه نرخ نامه چې د ولايت مقام له خوا د خوست ښار دوکاندارانو ته ورکړل شوې، د توکو بيې په کې ډېرې لوړې ټاکل شوي.

هغه وايي: ((مخکې د درملو هغه پاکټ چې په پنځوس کلدارې و، اوس په پنځوس افغانۍ دی. مخکې د ډاکټر فيس دوه سوه کلدارې و، اوس دوه سوه افغانۍ دی. ددې شي موږ خلاف يو، دا ظلم دی، دا پيسې هيچا ته په درد نه خوري.))

بلخوا د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک بيا خبري اژانس ته وويل دغه نرخنامه يې د ښاري اتحاديو او اصنافو مشرانو سره په ګډه د ښاروالۍ رياست سره په همغږۍ جوړه کړې.

هغه وړاندې وايي: ((په نرخنامو کې بدلون راتلی شي، هره ورځ توکي ښکته او پورته کيږي، نو زموږ د ښاروالۍ رياست نه غوښتنه دا ده، څو دوی د نرخونو د کنټرول په برخه کې خپلې هڅې دوامدارې وساتي او ترڅنګ يې له بازار څخه جدي نظارت ترسره کړي.))

بلخوا د خوست سرپرست ښاروال دلاور نوري پژواک ته وويل کومه نرخ نامه چې د ولايت مقام له خوا دوی سره شریکه شوې، هيڅ ستونزه په کې نشته او د اصنافو او ښاري اتحاديو مشرانو هم ورسره منلې ده.

ده زياته کړه: ((تاسو د نرخ نامو هغه پاڼې کتلی شی، چې د اصنافو مشرانو مهر او لاسليکونه پرې موجود دي. دا چې دوی اوس ترې انکار کړی او يا يې پرې پيښماني ښودلې دا د هغوی خپل مسووليت دی. په داخل کې د ښار موږ پرون هم پلتنه کړې. عمده فروشانو او داخل د ښار دوکاندارانو کې ستونزه نشته.))

login or register a new account.

Related Topics