Language

محب: د سيمې له وروستيو پېښو سره بايد د افغانستان سوله زيانمنه نه شي

 

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار حمدالله مُحب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظريف سره د افغانستان پر سوله او سيمه يیزو حالاتو غږېدلی دی.

د امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٥مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن د هندوستان په نوي ډيلي ښار کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره د افغانستان پر سوله او سیمه يیزو حالاتو باندې وغږېد.

سرچينې زياته کړې، د ملي امنیت سلاکار په دې لیدنه کي وویل، افغانستان په سیمه کې له وروستیو حالاتو اندېښنه لري، خو هیله لري چي مسایل د مذاکراتو له لارې حل شي.

هغه همداراز وویل، د وروستيو پېښو له امله د افغانستان د سولې پروسه بايد متضرره نه شي او د سيمې ‌په کچه له دې پروسې سره لازمه او رښتینې همکاري وشي، څو پايدارې سولې ته د رسېدو زمينه مساعده شي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ويلي ‌چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري ‌چې دا پروسه نتيجه ورکړي.

هغه زیاته کړې ‌چې دولت يې له افغان دولت سره اوږدمهالو او رغوونکو همکاریو ته ژمن دی.

د يادونې ده، د ملي امنيت سلاکار په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه هندوستان ته تللى، هغه پرون له خپل هندي سيال سره هم ليدلي دي.

login or register a new account.