Language

جنرال خوشحال سادات له دندې لرې شو

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٨): باوري سرچينه وايي چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات له دندې لرې شوى دى.

د دې وزارت دغه سرچينه دغه راز زياتوي چې سادات پرځاى جنرال صبور قانع ګومارل شوى دى.

کابو نږدې يو کال مخکې (د ١٣٩٧ کال د سلواغې په ١٣مه) سادات د کورنيو چارو وزارت د ارشد معين او قانع د وزارت د لومړي مرستيال په توګه ټاکل شوي وو.

بايد وويل شي چې د ټولنيزو رسنيو ډېرى کارکوونکو د سادات پر ګوښه کولو انتقاد کړى دى.

login or register a new account.