خوست ښار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د خوست د مرکز اړوند د صحرا باغ سیمې د قلموال مېنې په ښارګوټي کې د يوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د منځني ښوونځي دغه ودانۍ چې په دوو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړه شوې، ۱۲ درسي خونې، کمپيوټر لېب، لابراتوار، برېښنا، د څښلو پاکې اوبه، د لوبو ميدانونه او نور اړين ملحقات لري.
د خوست والي محمدحليم فدايي د دې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ودانۍ چې د المان هېواد په مالي مرسته د تېر يو کال په موده کې جوړه شوې، شپږ سوه زره يورو ورباندې لګښت راغلی.
د هغه په وينا، په دې سره به د پوهنې د روان بهير په کيفيت کې ښه والی راشي او هيله لري چې په راتلونکي ښوونیز کال کې د نورو دا ډول ودانيو د پرانيستې شاهد وي.
دی وايي: ((له اوسني شرايطو سره چې کومې اړتياوې دي، زه فکر کوم د دې لپاره د دغسې تعميرونو جوړول ډېر اړين دي او ضرور دي. مهمه دا ده چې موږ د ښوونځيو د تعميرونو لپاره دقيق پلان ولرو، بودجه ورته ورکړو او ساتنې ته یې ډېره توجه وشي.))
د قدم خان په نوم د دغه ښوونځي يوه ښوونکي له پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، مخکې له دې زده کوونکو ته په خېمو کې تدريس ورکول کېده چې د باد او باران په ورځو به رخصت کېدل.
د نوموړي په وينا، دا چې اوس ورته مجهز تعمير جوړ شو، نو ټولې هغه ستونزې چې دوی مخکې درلودې، حل او له منځه ولاړې.
هغه زياتوي: ((ځيني وخت به داسې کېدل چې ګرمي به سخته وه، ماشومان به راتلل خېمه به دومره ګرمه شوه چې دوی په کې زده کړې نه شوې کولای، ښوونکي مجبور وو چې شاګردان رخصت کړي. نو اوس يې دا مشکل حل او فصل شول.))
د سيد مرجان او هارون په نومونو د دغه ښوونځي دوو زده کوونکو هم پژواک اژانس ته وويل، مخکې له دې يې د درس لپاره مناسب چاپېريال نه درلود او په يوه هوار ميدان کې يې تر خېمو لاندې زده کړې کولې.
هغوی وايي: ((په دغه تعمير کې د شاګرادانو لپاره ښه سهولتونه موجود دي، لکه درسي خونې، د لوبو ميدانونه، د څښلو پاکې اوبه او نور. پخوا موږ په خېمو کې درسونه ويل، ډېره سخته ګرمي به وه، د څښلو اوبه مو نه درلودې، خېمه به موږ پسې دومره ګرمه شوه چې ښوونکو به رخصت کړو او درس به نيمايي کې پاتې شو.))
د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې درې سوه زره زده کوونکي ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي چې شاوخوا سل زره يې نجونې دي.
login or register a new account.