کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني وايي، پر امنو پټنځایونو تمرکز، له ترهګریزو ډلو، نشه د یې توکو او جرمي اقتصاد سره د طالبانو د اړیکو پرېکول، هغه شاخصونه دي چې په افغانستان کې سولې ته زمینه برابروي.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په بهرنیو چارو کې د المان فدرالي جمهوریت د دولت له وزیر نیلس انین سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې ولسمشر له افغانستان سره د المان د سیاسي او پوځي ملاتړ له امله، په ځانګړي ډول د جي ټي زيټ په ګډون د دغه هېواد له انکشافي بنسټونو مننه وکړه او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې د دغه هېواد د سرتېرو قرباني او د سولې پروسې او ډیالوګ د اسانتیا په برابرولو کې د دوی رول وستایه.
په بهرنیو چارو کې د المان فدرالي جمهوریت د دولت وزیر وویل: "موږ راغلي یو چې د افغانستان د وضعیت په جریان، سولې پروسې او ټولو انکشافاتو کې قرار ولرو او له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په موخه د المان ژمنې تازه کړو."
ولسمشر غني وویل، د علماوو، ښځو او ځوانانو په ګډون د ټولنې ټول اقشار په باعزته او پایداره سولې او د جنګ پر ختمېدو اجماع لري.
هغه زیاته کړه، سوله افغان دولت او ملت ته د عطف نقطه او لومړیتوب دی، مستقیم ډیالوګ، مذاکرات او اوربند د سولې په پروسه کې یواځېني معنی داره اقدامات دي.
ولسمشر غني وویل، د المان په ګډون د امریکا متحده ایالتونو او له ټولو نړيوالو متحدینو سره ګډ کار کوي چې د افغانستان ۴۰ کلن جنګ پای ومومي.
نوموړي پر امنو پټنځایونو تمرکز، له ترهګریزو ډلو، نشه یې توکو او جرمي اقتصاد سره د طالبانو د اړیکو پرېکول هغه شاخصونه وبلل چې په افغانستان کې سولې ته زمینه برابروي.
هغه څرګنده: "موږ د سیمه ییزې اجماع لپاره د سیمې له هېوادونو سره پر همغږۍ کار کوو."
ولسمشر عغني پر دې له ټینګار سره چې ترهګري اوس هم د یوه ګواښ په توګه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې مطرح ده، وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره زیاته قرباني ګاللې ده.
د دې کتنې په پای کې د المان فدرالي جمهوریت په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر د سولې په پروسه کې د ښځو پر رول د ټینګار پر مهال وویل، د افغانستان له پرمختګونو خوښ دي.
نوموړي یو ځل بیا د سولې پروسې، اصلاحاتو او د افغانستان له ډیموکراتیکو پروسو د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
login or register a new account.