اسعد اباد (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د يوه قوماندان په ګډون د داعش ډلې ١٦ کسيزه ډله په کونړ ولايت کې پوليسو ته تسليم شوې ده.
د کونړ امنيه قوماندان سمونوال شفيق الله سهار د مرغومي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل چې د قوماندان عبدالبشیر په مشرۍ دغې ډلې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول.
هغه زياته کړه چې دوى نن له پنځلس ميله وسلو او درې ميله راکټ سره پوليسو ته ځانونه وسپارل.
سهار وايي، دا په کونړ کې د داعش وسله والې ډلې څویمه ډله ده چې له جګړې لاس اخلي او حکومت ته تسليمېږي.
د داعش تسليم شوي قوماندان عبدالبشر پژواک ته وويل چې د ماڼوګي ولسوالۍ په وډي ګرام، ريچلام او نورو سيمو کې يې د حکومت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول .
هغه زياته کړه، د خپلې وسله والې مبارزې په موخه خبر نه و چې د څه لپاره جنګېږي، د همدې لپاره يې نوره وسله پر ځمکه کېښوده.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د دې کسانو د تسليمېدو په مراسمو کې وويل چې په کونړ کې داعش ځپل شوی دی.
هغه زياته کړه، يواځې د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک او څوکۍ ولسوالۍ په چلس سيمه کې په کمه شمېر شتون لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن