ګردېز (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۸): د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د مسوولې قراردادي موسـسې (هېواد) چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ترې درې امبولانسونه، د دوی ولايتي او د هرې ولسوالۍ روغتيايي مسوول ته معاشونه او د ټپيانو د درملنې لپاره يې درمل غواړي.
د يادې موسـسې ولايتي مسوول ډاکټر فضل الرحمن منګل له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړو خبرو پر مهال وويل چې يادې ډلې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې دا غوښتنې کړې، خو په خبره يې دوی نه شي کولی وسله والو طالبانو ته ياد امکانات برابر کړي.
منګل وايي، وسله والو طالبانو د هغوی د دې غوښتنو د نه پوره کېدو له امله لومړی په ځاځي اريوب او څمکنيو او اوس مهال په ټولو ولسواليو کې د مختلفو ناروغيو واکسينونه او د کلينيکونو خدمات (سوپر وېژن) بند کړي دي.
ده زياته کړه: ((دوی ويلي چې زموږ ولايتي صحي مسوول، د هغه معاون او د هرې ولسوالۍ زموږ د عامې روغتيا نماينده ته به معاش ورکوئ. درې کومک داره امبولانسونه به راکوئ؛ دوه، درې تروما سڼترونه به راته جوړوئ، درمل به هم ورکوئ او زموږ د مريضانو په انتقال کې به هم همکاري کوئ.))
ډاکټر منګل وايي، د دوی شاوخوا پنځوس سلنه روغتيايي مرکزونه د وسله والو طالبانو تر واک يا نفوذ لاندې سيمو کې دي او له هغوی غواړي چې د خلکو سختو ستونزو ته په کتو نه يواځې د روغتيايي عامه المنفعه خدمتونو مخه ونه ونيسي، بلکې همکاري دې ور سره وکړي.
هغه زياته کړه :((خلکو ته ډېر زيات تکليف دی. په ولسواليو کې زموږ ټول ۴۵ کلينيکونه دي، په هغوی کې واکسينونه کېږي، هم په مرکز او هم په کليو کې. لس، يوولس مرضونه دي چې د واکسين په واسطه يې مخنيوی کېږي، لکه شنه ټوخله، شری، کوی، ديفتيريا، ټي بي، زېړی او نور. که دا بند شي، په خلکو کې به لوی مصيبت راپيدا شي.))
د پکتيا د عامې روغتيا رياست په دې مسئله سخته اندېښنه ښيي او وايي چې ستونزه يې له ولايت مقام او اړوند وزارت سره شريکه کړې ده.
د پکتيا ولايت مقام هم ياده ستونزه او فشارونه مني او وايي، هڅه کوي د قومي مشرانو له لارې دې ستونزې ته يو حل پيدا کړي.
د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل: ((زموږ امنيتي ځواکونه هر وخت له داسې بې خيره او تخريب ګرو ډلو سره په تقابل کې دي، خو نه شي کېدی چې د هر کلينيک لپاره پوستې او نظامي پرسونل استخدام شي. په دې برخه کې موږ د ولس همکاري غواړو، چې د دوی لپاره عرضه کېدونکي خدمات له سکته ګي سره مخامخ نه شي او موږ د خپلو اقداماتو ډاډ ورکوو.))
د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، وسله والو طالبانو له هېواد موسـسې دا هم غوښتي چې د هغوی له خوا له ور پېژندل شويو لسو مشخصو پاکستاني کمپنيو درمل وپېري.
دى هم د وسله والو طالبانو دا غوښتنه سمه نه بولي او وايي چې د روغتيايي خدمتونو له بندېدو سره خلک له ګڼو ستونزو او مرګونو ناروغيو سره مخامخ کېږي.
هغه زياته کړه: ((وسله وال طالبان څنګه ځان ته اجازه ورکوي چې د دولت معاش اخلي؟ دوی چې په هر نوم کومه مبارزه کوي، هغه او دا غوښتنې يې سره په ټکر کې دي چې دوی دا باج اخلي. پر وسله والو طالبانو غږ کوو په پکتيا کې د ځينو لويو پروژو خنډ دي چې ولس ته يې خير رسيږي، که همداسې په صحي برخه کې هم خنډونه ايجاديږي، ولس غوسه کېږي او مجبور دي د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP