Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره شپه لوګر کې د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي

پل علم (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د لوګر دولتي چارواکي وايي چې تېره شپه د سړې هوا له امله په دغه ولايت کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزي د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند د کډوالو په ښارکوټي کې د سړې هوا له امله د دوو کورنيو پنځو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په مړه شوو کې دوه ښځې، يو ماشوم او دوه سپين ږيږي شامل دي.

ده وويل، يو شمېر کورنۍ چې تازه له پاکستانه راستنې شوې او د کډوالو په ښارګوټي کې ژوند کوي، د استوګنې ځاى يې سم نه دى او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه راز د کډوالو ښارګوټي يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په دغه ښارګوټي کې ډېرې کورنۍ د بېوزلۍ له امله نه شي کولاى خپلې خونې تودې کړي.

هغه وايي: ((موږ خبر شوو چې بېګا په دې ښارګوټي کې پنځه کسان د يخنۍ نه مړه شوي دي.))

په دې اړه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې هوا بې ساري سړه شوې چې له امله يې تېره شپه پنځه کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ولايت مقام چې څنګه له موضوع نه خبر شو، دستې يې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست ته دنده وسپارله چې د مړه شوو کسانو له کورنيو سره عاجلې مرستې وکړي او په دغه ښارګوټې کې نورې بېوزلې کورنۍ هم په نښه کړي څو مرستې ورسره وشي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په غزني ولايت کې هم د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.