Language

د حوثي وسله والو بريد کې د یمن ٨٣ سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): په عربي هېواد يمن کې د حوثي وسله والو په يوه بريد کې شاوخوا ٨٣ سرتېري وژل شوي او تر ١٥٠ زيات ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، دغه بريد تېره ورځ د يمن پلازمېنې صنعاء ښار ختيځ لور ته په مآرب ښار کې پر يوې پوځي قرارګاه شوى دی.

ځايي پوځي چارواکو ويلي چې حوثي وسله والو پر ياد پوځي مرکز توغندي توغولي او د ډرون الوتکو په وسيله يې بريدونه کړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ٨٣ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ١٥٠ نور سرتېري ټپيان دي.

د پوځ يوه چارواکي سعودي رسنيو ته ويلي چې ډېره مرګ ژوبله د پوځي اډې پر جومات د يوه توغندي د لګېدو او بمبار له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې ده، په يمن کې تر څو مياشتو وقفې وروسته د حوثي وسله والو دا تر ټولو ستر او خونړی بريد دی.

ايران د حوثي وسله والو پوځي او مالي ملاتړ کوي چې د يمن د هغه حکومت پر ضد جنګېږي چې د سعودي په مشرۍ نړيوال ايتلاف يې ملاتړ کوي.

دغه بريد په داسې حال کې شوى چې حکومتي ځواکونو څو ورځې مخکې د پلازمېنې صنعاء ښار په شمالي سيمو کې پراخ پوځي عمليات پيل کړې دي.

login or register a new account.