کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کابل ښار يوه اوسېدونکي سميع الله ځکه پر خپل نوي زېږېدلي زوى د (ناکامورا) نوم ایښى څو په راتلونکي کې د ټولنې خدمتګار شي .
سميع الله په اصل کې د کونړ ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس مهال د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې ژوند کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، پر زوى يې ځکه ناکامورا نوم ايښى، څو لاسونه يې د افغانانو پر وينو سره نه شي او د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي.
سميع الله وايي چې د ناکامور په وژل کېدو زيات خپه شوى خو چې خدای زوى ورکړ؛ نو پرېکړه يې وکړه چې د ناکامورا نوم به پرې ږدي.
ده زياته کړه: ((ناکامور د انسانيت يو مکتب و هغه د جاپان د څراغونو له ښاره راغلی و او دلته يې په دښتو او غرونو کې خلکو ته خدمت کولو.))
د هغه په وينا، ډاکټر ناکامورا داسې نوم نه دی چې ګواکې د اسلام سره په ټکر کې وي، بلکې ناکامورا لاتيني کلمه ده او معنا يې د (د خلکو له منځه) ده.
سميع الله همدا راز وايي چې پر خپل زوى ناکامورا به د قران کريم او نورې ديني زده کړې کوي تر څو خلکو ته خير ورسوي .
هغه له حکومته وغوښتل چې د ناکامورا نيمګړې پروژې تکميل او د هغه په څېر نورې پروژې تطبیق کړي.
د جاپان د PMS په نوم د يوې خيريه موسسې مشر ډاکتر ټيټسو ناکامورا چې د ژوند شاوخوا پنځه ويشت کلونه يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل، د روان لمريز کال د لېندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يو وسله وال بريد پرمهال له پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.
د نوموړي له وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د هغه په لاس پيل شوې پروژې په ټپه ولاړې دي خو ځايي خلک غوښتنه کوي چې د جاپان حکومت بايد سره له دې چې د دغو پروژو بيا پيل وکړي راتلونکي کې دې ورته نور خيريه کارونه هم ترسره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP