پلخمری (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شمالي ولایتونو د وزلوبې سيالۍ پیل شوې.
په دې اړه بغلان کې د وزلوبې فدراسیون مسوول حاجي کمال د مرغومي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وزلوبه د هېواد د شمالي ولایتو د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال يې د ژمي په موسم کې ترسره کوي.
دی وايي افغانستان کې د جګړې له امله نور هر څه بدل شوي خو یواځې وزلوبه ده چې د پخوا په شان دوام لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د وزلوبې په دغو سياليو کې د شمالي ولايتونو نږدې ٩٠ پهلوانانو ګډون کړى خو ٢٥ يې بيا ډېر تکړه پهلوانان دي.
همدارنګه د بغلان د ورزشي امریت مسوول احمدشاه مومني پژواک ته وويل چې د وزلوبې سیالۍ د ترسره کولو لپاره ځانګړى لګښت په کار نه دى.
هغه وايي: ((دا يوه عنعنوي لوبه ده چې د قومي مشرانو او مينه والو ډالۍ يې لګښت پوره کوي.))
د نوموړي په وينا، څو ځلې يې هڅې کړې څو د وزلوبې د ترسره کولو لپاره يو مناسب ميدان جوړ کړي خو تر اوسه نه دى توانېدلى.
دغه راز د يادې لوبې يوه ګډونوال پهلوان صمد پژواک ته وويل چې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې وزلوبه کوي.
ده زياته کړه: ((ما تر اوسه ډېر ميدانونه ګټلي دي او بيا يي هم ګټم، دا لوبه په ژمې کې سخت خوند کوي.))
د يادې لوبې يوه مينه وال محمد حسن حسين خېل پژواک ته وويل چې پخوا دى هم پهلوان و او وزلوبه به يې ترسره کوله.
هغه وايي: ((زه اوس اتيا کلن يم، اوس مې د بدن غړي کمزوري شوي، د اس سپرلۍ نه شم کولاى نو يواځې په لېدو يې زړه خوشحالوم.))
د يادونې ده، دغه وزلوبه د نن په ګډون درې ورځې دوام کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP