Language

اتمر: افغانستان دې د بين الافغاني هوکړې لپاره له امریکا ضمانت واخلي

کابل (پژواک،  دسلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کانديد او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي، که چېرې سیاسي مشران د اساسي قانون پر بنسټ د اسلامي جمهوري نظام ساتنه خپله سره کرښه وټاکي او په ټول اتفاق دغه هدف له امريکا او نړيوالو سره تعقیب کړي؛ نو د افغانستان خلک به په مذاکراتو کې بایلونکي نه وي.

د نوموړي د دفتر له خوا د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تاوتریخوالي د راکمېدو په موخه د طالبانو د طرحې په اړه خپرو شوو خبرونو، که له یوې خوا د سولې بهیر د بریالیتوب په مورد د خلکو هیلې زیاتې کړې، ورسره جوخت د سولې د کیفیت او دوام په اړه هم سیاسي بحثونه راپورته شوي دي.

اتمر زياته کړې ده: "په دې رابطه لازمه ګڼم چې له خپلو هېوادوالو او نړیوالو همکارانو سره خپل نظر او مهم ټکي شریک کړم  لومړی، د دې وخت را رسېدلی چې د هېواد سیاسي مشران د وروستیو ټاکنو او د حکومتدارۍ د روش په اړه د جدي اختلافاتو با وجود د سولې لپاره چې زموږ د خلکو ارمان دی، اجماع او اتفاق وکړي او نظام له لاسه ورنه کړي. "

هغه ویلی، که چېرې د هېواد سیاسي مشران د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د اسلامي جمهوري نظام ساتنه خپله سره کرښه وټاکي او په ټول اتفاق نوموړی هدف په بین الافغاني، له امریکا، اروپا او سیمې سره په مذاکراتو کې تعقیب کړي، نو د افغانستان خلک به په مذاکراتو کې بایلونکي نه وي.

حنيف اتمر ويلي، په اوسني پړاو کې د طالبانو او افغان وسلوالو ځواکونو ترمنځ د سراسري اوربند ټینګښت که څه هم لنډمهال وي، تر هغه وخته چې د بین الافغاني مذاکراتو د موافقتنامې د تحقق په پایله کې دایمې اوربند کېږي.

ده زياته کړې، د حکومت د استازو، سیاسي او مدني ټولنې د مېرمنو او ځوانانو په ګډون او حضور دې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پيل شي، له دې لارې د نظام د اسلامیت او جمهوریت په ساتلو سره د سولې په موخه بین الافغاني هوکړې ته رسېدلى شي.

د هغه په وينا، په یو وخت کې د بین الافغاني هوکړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقتنامې لپاره نړیوال ضمانت او ملاتړ په کار دى.

اتمر زياته کړې، که چېرې امریکا نه شي کولی چې له طالبانو سره د موافقتنامې لاسلیک له بین الافغاني هوکړې سره پر یو وخت وکړي؛ نو بیا د افغانستان لپاره حیاتي ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقتنامې څخه نړیوال ضمانت پر بین الافغاني هوکړې پورې مشروط او وتړل شي او دا ضمانتونه باید په یو وخت کې د دواړو لپاره وي.

د ملي امنيت پخوانى سلاکار وايي، د افغانستان سیاسي مشران کولی شي او باید له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د خلکو د مشروع غوښتنې له حقانیت څخه چې سوله ده د نړۍ ملاتړ په لاس راوړي.

login or register a new account.