ښرنه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): د پکتيکا ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون اته کسان مړه شوي دي.
د يادې ولسوالۍ د جلات کلي اوسېدونکي او مدني فعال صادق څاروان د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((پرون د همدې ولسوالۍ په دوچينه سيمه کې يو ماشوم مريض شوى، مور او پلار يې غوښتل شفاخانې ته یې يوسي، په لار کې يخ وهلي، درې واړه مړه شوي دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په همدې سيمه کې يو بل کس په خپل کور کې مړ شوى او څلور تنه نور د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د يخنۍ له امله مړه شوي دي.
ده وويل چې د دوى د معلوماتو پر اساس، په دوچينه او سنګرخېلو کليو کې د سړې هوا له امله ٣٠٥ څاروي هم له منځه تللي دي.
د همدې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي محمد يعقوب پژواک ته وويل: ((دوه اوونۍ کېږي چې سخت ورښتونه دي، هوا ډېره سړه ده، په دوو درېیو ورځو کې ډېر کسان يخني مړه کړي دي.))
نوموړي وويل چې په دې ولسوالۍ کې خلک د خوراکي او نورو توکو له کمښت سره هم مخ دي.
ده زياته کړه: ((٣٥ کيلو وړه په ٢٠٠٠ افغاني دي، هغه هم نه پيدا کېږي، سخت په مشکل کې يو.))
د وړممۍ ولسوالۍ د پوليسو د دويم ټولي قوماندان بدين امان زاده پژواک ته وويل چې له پرون راهيسې په دې ولسوالۍ کې اته کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې له خلکو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړو خو څه باندې يو متر واوره شوې، ځينو ځايونو ته ټانګونه هم نه شي تللى.))
امان زاده زياته کړه چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ياده ستونزه يې له اړوندو مسوولينو سره شريکه کړې او هغوى د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم پژواک ته وويل چې د وړممۍ اوسېدونکي د يخنۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي، بايد اړوند ارګانونه ژر او اړينې مرستې ورسره وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP