کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د پاکستان لومړى وزير عمران خان وايي چې د افغانستان په جهاد او له ترهګرۍ سره مبارزه کې پاکستان لوړه بيه پرې کړې ده.
عمران خان دغه څرګندونې د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوال اقتصادي ناستې په څنډه کې د (پاکستان ستراتيژيک ډايلوګ) تر عنوان لاندې يوه پروګرام ته کړې دي.
هغه زياته کړې چې پاکستان له تېرو څلورو لسيزو په دوو شخړو کې ونډه واخيسته، لومړى د شوروي د يرغل پر مهال په افغان جهاد او بيا پر امريکا د سپټمبر د يوولسې بريدونو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې.
د نوموړي په وينا، په دې دواړو جګړو او شخړو کې په ښکېلتيا سره پاکستان ډېره لوړه بيه پرې کړې ده.
عمران خان ويلي، له افغانستانه د شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته هلته کورنۍ جګړه پيل شوه، چې ورسره پاکستان کې وسله والو او مذهبي ډلې، د کلاشینکوف او نشه يي توکو فرهنګ په پاکستان کې پراخه وده وکړه چې ورسره ټولنه سخته زيانمنه شوه.
د پاکستان لومړى وايي، پاکستان به د سولې په هلو ځلو کې ګډون کوي، خو له دې وروسته به په هېڅ ډول شخړه کې ونډه وال نه وي.
د هغه په وينا، د افغان سولې په پروسه کې له امريکا سره په ګډه پاکستان خپل فعال رول ترسره کوي.
ده زياته کړه: ((په افغانستان کې د اوربند امکانات شته او هلته د جګړې درېدل د پاکستان لپاره ځکه ډېر مهم دي چې ورسره پاکستان کولى شي د منځني ختیځ له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي.))
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يادې ناستې په څنډه کې د ليدنې پر مهال پر افغان سولې پروسې خبرې اترې هم کړې دي.
login or register a new account.