Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني کې ۱۲ طالبان وژل شوي

غزني ښار- ښرنه (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي، بلخوا بیا په پکتيکا کې د بېلابېلو جرمونو په تور نهه کسان نيول شوي دي.

په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته هوايي ځواکونو د غزني د ناوې ولسوالۍ په ډنډ سيمه کې د وسله والو طالبانو پر مرکز هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه موټرسايکل يې له منځه تللي دي.

همدرانګه سرچينه زياتوي چې د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې هم پر طالبانو هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې د بېلابېلو جرمونو په تور يو شمېر کسان نيول شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي نن د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د تېرې يوې اوونې په جريان کې په دغه ولايت کې نهه کسان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو په تور نيول شوي دي.

هغه وويل چې په نيول شوو کسانو کې څلور جعل کوونکي، څلور کسان د نشه يي توکو د قاچاق او يو بل د موټرو د غلا په تور نيول شوي دي.

قوماندان زياته کړه چې د نشه يي توکو يادو قاچاقبرانو غوښتل نشه يي توکي له خوشامند ولسوالۍ د برمل سرحدي ولسوالۍ ته انتقال کړي چې د پوليسو له لوري ونيول شول.

د يادونې ده، څه موده وړاندې هم امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې د نشه يي توکو يو شمېر زېرمې کشف او له منځه وړې وې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.