Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې لاریون کوونکو له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د سراسري اوربند غوښتنه وکړه

پلخمري (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): په بغلان ولايت کې ګڼ شمېر مدني فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې له بين الافغاني خبرو مخکې د سراسري اوربند غوښتنه وکړه.

د بغلان لسګونو مدني فعالانو نن په مرکز پلخمري کې يو لنډ سوله ييز لاريون وکړ.

د لاريون کوونکو له ډلې مدني فعال نويد شکور زاده وويل چې له بين لافغاني خبرو مخکې بايد وسله وال طالبان اوربند اعلان کړي.

شکورزاده وویل: ((له اوربند پرته د سولې خبرې به کومه معنا ونه لري ښه دا ده چې دواړه خواوې د بین الافغاني خبرو له پیل مخکې سولې ته د رښتیني نیت ښودو په موخه اوربند اعلان کړي.))

د لاریون بل غړي عثمان شېرزي وويل چې خلک نور جګړه نه غواړي او ټينګار کوي چې د سولې خبرو له پيل مخکې بايد اوربند وشي.

ده وویل: ((تاوتریخوالي کمول به د سولې خبرو ته هېڅ ګټه ونه لري، تاوتریخوالي کمولو پر ځای دې اوربند اعلان شي چې خلک د سولې پر خبرو باوري شي او بالاخره مثبته نتیجه ترلاسه شي.))

د لاریون ګڼ شمېر نورو ګډونوالو هم ټينګار وکړ چې حکومت او طالبان دواړه لوري بايد هر څه ژر اوربند اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د بغلان ديني عالمانو هم د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه.

د يادونې ده، له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د افغان سولې په تړاو د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ په قطر هېواد کې خبرې روانې دي خو تر اوسه پايلې ته نه دي رسېدلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.