ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او څلور ټپيان شول

په کابل کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او څلور ټپيان شول

author avatar
25 Jan 2020 - 19:20
په کابل کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او څلور ټپيان شول
author avatar
25 Jan 2020 - 19:20

کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٨): د کابل په کوټه سنګي کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې چې په کې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د کورنيو چارووزارت وياند نصرت رحيمي د ياد مطلب په تاييدولو سره وايي چې دغه پېښه نن ماښام ناوخته د درېيمې حوزې اړوند کوټه سنګي کې د پوليسو په رينجر موټر کې د مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړې، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ادريس، پژواک ته وويل چې چاودنه درنه وه او د پېښې پرمهال يې ټپيان ليدلي دي.
د دې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.