ښرنه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په وازې خوا ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال اووه ټنه چرس سوځولي او د چرسو د پروسس پنځه فابريکي يې له منځه وړې دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د سلواغې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ګډو ځواکونو د وازې خوا ولسوالۍ په جانشاه، شاهين او څلګرو سيمو کې عمليات کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو د چرسو د پروسس پنځه فابريکې کشف او له منځه وړي دي.
ده زياته کړه: ((امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې اووه زره کيلو ګرامه چرس ترلاسه کړي او بيا يې همالته په سيمه کې له منځه وړي دي.))
د ارين په خبره، د يادو نشه يي توکو د ساتنې په تور درې کسان نيول شوي او يو شمېر موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي محمد صادق پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه وايي: ((موږ خبر شوو چې په څو ځايونو کې يې چرس نيولي او بيا يې له منځه وړي دي.))
د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د پکتيکا په خوشامند او جاني خېلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ١٣ ټنه چرس کشف، ترلاسه او سوځول شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP