پلخمري (پژواک،۶سلواغه ۹۸): د بغلان د ډبرو سکرو کارکوونکي وايي، اړوند وزارت کانونو ته د نه پاملرنې له امله د کرکر کان په یوه برخه کې اور لګېدلی، که یې په اړه ژر ګام پورته نه شي، د کان په تونلونو کې د سترو چاودنو امکان شته.
د ډبرو سکرو کانونو لسګونو کارکوونکو چې د سلواغې په ۶مه په دې اړه د غږ پورته کولو په موخه اړوندې ادارې مخې ته راغونډ شوي وو، دغه څرګندونې وکړې.
له ډلې یې محمد عظیم پژواک خبري اژانس ته وویل: ((شپږ میاشتې کېږي چې حکومت د بغلان د ډبرو سکرو کانونو د نامعلوم برخلیک په اړه چوپه خوله وو چې اخر د نه پاملرنې له امله په کې اور ولګېد.))
ده زياته کړه، دا یې څلورم ځل اعتراض دی چې د کانونو د برخلیک معلومولو لپاره یې کوي، خو د اړوندې ادارې مسوولین ورته له بندو دروازو سر هم نه راښکاره کوي.
د دې کان کاریګر امان الله وايي، یوه اوونۍ کېږي چې د کرکر کان په 04 برخه کې اور لګېدلی، په کې بند کاریګر مو ترې راایستلي، خو د اور مړه کولو لپاره کان کې داسې څه نشته چې اور مړ او یا یې هم د زیاتېدو مخه پرې ونیول شي.
د هغه په خبره، که اړونده اداره په مسلکي ډول د لګېدلي اور مخه ونه نیسي، د ګازو د زیاتوالي له امله د کان په تونلونو کې د چاودنو امکان زیات دی، که وشوې، د کان ډېره برخه به زیانمنه کړي.
دی زیاتوي، د بغلان د ډبرو سکرو کانونو د سمبالښت ادارې دروازې ته له سهار راهیسې ولاړ دي چې د کان له دغه بد حالته یې خبر کړي، خو څوک نشته چې غږ یې واوري.
د بغلان د کانونو مشر انجنیر شاه محمود فیضاد وايي، د ډبروسکرو کانونه تېر کال د وزارت په حکم شمال تصدۍ ته سپارل شوي، ځکه نه غواړي په دې اړه څه ووايي.
د بغلان د ډبرو سکرو کانونو مسوول فدا محمد تاشي هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د بغلان ولایت ویاند نذیر نجم وايي، والي د کانونو وزیر سره د بغلان د کانونو په اړه خبرې کړي، وزیر ژمنه کړې چې د کانونو نامعلوم برخلیک به معلوم کړي.
په بغلان کې څلور ځایه د ډبرو سکرو کانونه دي چې له سکرو یې یواځې د غوري سمنټو فابریکې د تولید لپاره کار اخیستل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP