کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): په امريکا کې د يوې چورلکې لوېدو په پېښه کې د دغه هېواد د باسکټبال د مشهور لوبغاړي ترڅنګ نهه کسان مړه شوي دي.
د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، چې یاده چورلکه پرون د کليفورنيا ايالت په مربوطاتو کې لوېدلې ده.
سرچينې زياته کړې چې د امريکا د باسکټبال مشهور لوبغاړي کوبي براينټ په يوه خصوصي چورلکه کې سفر کاوه چې په دوړو او توپان کې له ګيرېدو سره چورلکې اور اخیستی او لوېدلې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې کوبي، د هغه ١٣ کلنه لور او نور ملګري يې وژل شوي او هېڅوک ژوندي نه دي پاتې.
٤٠ کلن براينټ کوبي د امریکا د باسکټبال د مشهورو لوبغاړو له ډلې و چې د دې لوبې ګڼ شمېر ريکارډونه يې هم جوړ کړي وو، هغه ١٨ ځلې د امريکا د باسکټبال د ځلانده ستوري لقب ګټلى او د لاس انجلس له ليکرز لوبډلې سره يې شل کاله لوبه کړې وه.
login or register a new account.