کندهار (پژواک، ۸ سلواغه ۹۸): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو موټریز کاروان د دغې ولسوالۍ په بازار او کلیو کې وګرځېد او لاریون کوونکو د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
دغه لاریون د سولې ولسي حرکت له خوا جوړ شوی و او لسګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.
د سولې ولسي حرکت غړي بسم الله وطندوست پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه حرکت تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند او سولې لپاره پلی تګ وکړ او په دې وروستیو کې یې د همدې موخې لپاره د لاریونونو او موټرونو د کاروانونو لړۍ پيل کړې ده.
د دغه حرکت یوه غړي حاجي محمد نېک زاده له خلکو وغوښتل چې چوپتیا ماته کړي او په هېواد کې د تلپاتې اوربند او سولې لپاره په یووالي غږ پورته کړي.
هغه دغه راز د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند ته لومړیتبوب ورکړي.
د پنجوايي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د لاریون ګډونوال عبدالحق وویل، په روانه جګړه کې دواړو لورو ته افغانان مري او هغوی نور د دغې بې ګټې او بربادوونکې جګړې درېدل غواړي.
هغه وویل، که د هېواد خلک د سولې لپاره راپورته شي، غږ پورته کړي او پر دواړو لوریو فشار راوړي نو بې له شکه چې سوله ممکنه ده.
ده وویل، د سولې د روانو مذاکراتو په لړ کې د تاوتریخوالي پر کمولو موافقه شوې، خو خلک د اوربند غوښتونکي دي.
login or register a new account.