Language

دفاع وزارت: بادغيس کې د طالبانو له زندانه ۶۲ امنیتي منسوبین را خوشي شول

 

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸): ملي دفاع وزارت وایي چې کومانډو ځواکونو په باغيس کې د طالبانو له زندانه ۶۲ ملي دفاعي او امنیتي سرتېري را خوشي کړي دي.

د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو د باغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په بوکن سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې  ۶۲ امنیتي سرتېري چې له طالبانو سره بندیان وو، خوشي کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د ازاد شوو له ډلې ۵۵ د ملي اردو منسوبین، ۴ کومانډویان، ۲ سرحدي او یو ملي پولیس دي.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د عملیاتو په لړ کې پنځه طالبان نیول شوي او څو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، ټولو خلکو او افغان ځواکونو ته د دې بریا مبارکي ویلې او ټینګار یې وکړ چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره به ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هڅې ډېرې شي.

ازاد شوو سرتېرو ټینګار وکړ چې دویم ځلي یې وسله واخیسته او د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې به د خلکو او د هغوی د مال ساتلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

login or register a new account.