Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون لپاره ودانۍ جوړه شوه

پل علم (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): لوګر ولايت کې د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د سلواغې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په مرکز پل علم کې د يوه کال په موده کې په دوه زره متره مربع ځاى کې جوړ شوې ده.

ده وويل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون دغه ودانۍ د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري جوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په اساسي توګه جوړه شوې چې اووه اداري خونې، د غونډو تالار او نور ملحقات لري.

دغه راز په يادو مراسمو کې د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون آمر اجمل څاروان پژواک ته وويل،  دا لومړى ځل دى چې د دوى لپاره اداري ودانۍ جوړيږي.

هغه وويل:((موږ تر اوسه په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړلې، د مامورينو ځاى مو هېڅ مناسب نه و، له ډېرو مشکلاتو سره مخ و، خو اوس به مو ستونزې هوارې شي.))

د غونډې په پاى کې د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل، حکومت هڅه کوي چې ټولو دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې کړي.

ده زياته کړه: ((حکومت ادارو ته ودانۍ جوړوي، خو سمه ساتنه يې بايد وشي او خلکو ته هم بايد ښه او پر وخت خدمات وړاندې شي.))

د يادونې ده چې په لوګر کې دا مهال د ٦٦٦ ميليونه افغانيو په لګښت پر ١٤٨ لويو او وړو پروژو کار روان دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.