Language

ولسمشر: که مخابراتي شبکې د انټرنېټ بيې ټيټې نه کړي، د فعالیت جواز ترې اخلو

 

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): ولسمشر اشرف غني ګواښ کړی، هغه مخابراتي شرکتونه چې د انټرنېټ بیې ټيټې نه کړي، جوازونه یې اخیستل کېږي.

له ارګه د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې پرون د کابل ښار د درېیمې او څوارلسمې ناحیو او پغمان ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې لومړۍ مېرمن هم شتون درلود، په پیل کې خواني همت، مولوي فیض احمد، زهرا خوارزمي، محمد عمر، قاضي عبدالبشیر فضلي او پوهاند احمدضیا نېکبین د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال مخامخ د ولس د ستونزو اورېدو له امله له ولسمشره مننه وکړه.

یادو ویناوالو د امنیت، زورواکانو، غصب، بې بندوباره افرادو، غیر مسوولو وسله والو، معارف، روغتیا، برېښنا، څښاک اوبو، وزګارتیا، ښاري ترانسپورټ، د انټرنېټ د لوړې بیې، د علماوو د مصوونیت، د جوماتونو د رسمي کولو، علماوو ته په سوله کې د رول ورکولو، معتادینو، د ښځو لپاره د ورزشي سټډیوم، کاري فرصتونو او زمینو، د ژوند چاپېریال، لوړپوړو ودانیو، فقر، د اوبو د مدیریت، د جرمونو او غلاوو د مخنیوي او د سل بستریز روغتون جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه او حل لارې له جمهور ريیس سره شریکې کړې.

ولسمشر اشرف غني هغو ته خبرو کې وويل: "ما ته د ضایع شوو فرصتونو میراث راپاتې دی، مګر موږ به ستاسو غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو ته د شته امکاناتو په رڼا کې رسېدنه وکړو. ستاسو نظریات به په برنامو بدل کړو او د لویې جرګې خېمې تالار کې له کابل ښاریانو سره جوړېدونکې لویه غونډه کې به یې له تاسو سره شریک کړم. "

هغه زياته کړه، د کابل ښار د برېښنا له وېش او په دوو مياشتو کې د بېلونو رالېږلو له ستونزې سره مخامخ دي او اړوند شرکت ته يې سپارښتنه کړې چې په يوه مياشت کې دا ستونزه هواره کړي.

ولسمشر ويلي، که چېرې دا ستونزه هواره نه شوه، نو د کابل د برېښنا اداره کې به بدلونونه راوستل شي.

نوموړي د مخابراتي شرکتونو او انټرنېټ د لوړو بيو په تړاو د خلکو د شکايتونو په اړه وويل، د انټرنېټ بیه راټیټه شوې، خو مخابراتي کمپنۍ لا هم مشترکینو ته په پخوانیو بیو خدمات وړاندې کوي.

ولسمشر اشرف غني ګواښ وکړ، که چېرې مخابراتي کمپنۍ د نوو بیو پر بنسټ په قیمتونو کې بدلون رانه ولي، کاري جواز به ترې واخیستل شي.

هغه کابل والي او ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د همکارۍ، همغږۍ، مشترکې ژبې پیدا کولو او د دوی ستونزو ته پر وخت د رسېدنې لپاره دې د ناحیو او ګذر له وکیلانو سره په ځانګړې ناسته کې یو منظم او شفاف میکانیزم رامنځته کړي.

login or register a new account.