کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸): لویه څارنوالي وایي چې د بګرام او پروان د جبل السراج ولسوالیو د ښاروالانو له دندې د ناوړه ګټې اخیستو، وظیفوي تداخل، د حقیقت پټولو، خیانت او جعل په تړاو دوسیې یې محکمې ته استولې دي.
د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د جبل السراج ولسوالۍ ښاروال فضل احمد شمس او د بګرام ولسوالۍ ښاروال مدیر اغا احمدي، د یادو مواردو په تور تر عدلي څار لاندې دي.
سرچینې زیاته کړې: «د پروان د جبل السراج ولسوالۍ ښاروال، شرکتونو او هغه کسانو ته چې په دغه ولایت کې د کانونو اېستلو په برخه کې فعالیت کوي، د جواز اجازه ورکړې او پیسې یې په خپل جیب کې اچولې دي.»
سرچینې لیکلي چې د بګرام ښاروال شمس، د هر کاري جواز په بدل کې له شرکتونو او کسانو پیسې اخیستې؛ خو د دې پرځای چې پیسې یې د دولت حساب ته جمع کړي، په خپل جیب کې یې اچولې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بګرام ولسوالۍ په ښاروالۍ کې په بېلابېلو اندازو له درېیو ټاپو څخه ګټه اخیستنه، له نورو مهمو مواردو څخه دي چې د الزامي دلایلو په نوم یاد شوي دي.
سرچینې لیکلي چې سوداګریزو او لوجیستیکې شرکتونو ته د کار اجازه ورکول د سوادګرۍ وزارت یا ایسا دادرې صلاحیت دی؛ خو د بګرام ښاروال شرکتونو ته د کار د جواز په ورکولو سره، له دندې څخه په ناوړه کټه اخیستنې او وظیفوي تداخل تورن شوی دی.
همداراز په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د جبل السراج ښاروال مدیر اغا احمدي په یوه دولتي پروژه کې د یوه کس له اسکواټور څخه ګټه اخیستې او څښتن ته یې یو ځل ۳۰ زره او ابیا ۴۰ زره افغانۍ ورکړې دي؛ په داسې حال کې چې له دولت څخه یې ۱۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.
login or register a new account.