کابل (پژواک،١٠ سلواغه ٩٨) : د بښنې نړيوال سازمان افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړى هېواد بللى او زياته کړې يې ده چې تېر زېږديز کال هلته ٢٤٠٠ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بي بي سي د راپور له مخې، د بښنې نړيوال سازمان دغه څرګندونې په خپل يوه تازه راپور کې کړې او زياته کړې يې ده چې افغان ماشومانو ته ياده مرګ ژوبله د تېر زېږديز کال په لومړيو نهو مياشتو کې اوښتې ده.
په راپور کې راغلي، د ٢٠١٩ زېږديز کال د جولاى مياشت د افغان ماشومانو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه او په نړيواله کچه هم تر ټولو مرګونې مياشت وه.
د ياد سازمان په تفصيلي راپور کې راغلي چې په سلګونو زره افغانان په کور دننه بې ځایه شوي. نیم میلیون کډوال له ګاونډیو هېوادونو په زور ستانه کړای شوي او په زرګونه نور بیا له اروپايي هېوادونو په تېره بيا له ترکيې افغانستان ته شړل شوي دي.
په ياد راپور کې د خبريالانو او بشري حقونو د مدافعينو پر وضعيت هم اندېښنه څرګنده شوې چې لا هم ګواښل کېږي، بنديانېږي او ان د خپل کار لپاره له مرګ سره مخامخېږي. عدالت ته د قربانیانو لاسرسی هسې تېراېستونکې مسئله ده.
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستيال مشر عمر وارېش ويلي، "په افغانستان کې وسله وال کړکېچ نه کمېږي، بلکې مخ په ډېرېدو دی او افغان ملکیان يې بيه پرې کوي ".
هغه زیاتوي:"د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ولسي وګړي وژل شوي، ټپيان شوي، په زور بې ځایه شوي او نور بشري حقونه یې جدا تر پښو لاندې شوي، د دواړو لوريو(حکومت او وسله والو) له خوا".
عمر پر نړیوالو غږ کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې خپل توپیرونه یوې خوا ته پرېږدي او د افغانستان خلکو ته هغه خونديتوب چې اړتیا ورته لري او هغه عدالت چې نور یې پوروړي دي ورکړل شي.
د يوناما د شمېرو له مخې، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې حکومت پلوه او نړیوال ځواکونه د تر ټولو ډېرو وژنو مسوول دي.
راپور کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو یوه بېلګه هم شته چې لیکي ډسمبر میاشت کې یې د ډرون په یوه برید کې پنځه کسان ووژل چې په کې یوه ښځه وه چې نوی یې ماشوم زېږولی و.
دغه سازمان په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د افغان ولسي وګړو حقونو او خوندیتابه ته پام واړوي.
login or register a new account.