کلات، کندهار (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٨): ملي دفاع وزارت وايي چې په زابل ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د سيوري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوى دى.
د ياد وزارت له خوا د سلواغې په ١٠مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوايي بريد نن سهار د سيوري ولسوالۍ د ګزک په کلي کې پر يوه موټر شوى دى.
سرچينې زياته کړې، په دغه هوايي بريد کې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي محمود مخلص له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت وايي چې په دغه بريد کې د وسله والو مخالفينو يو سراچه موټر هم له منځه وړل شوى دى.
د زابل والي رحمت الله يارمل پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د طالبانو د لوجستيک مسوول انور عمري هم وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، په دغه هوايي بريد کې د دريېو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو پخلى شوى، خو د سيمې خلکو د دوو ملکي وګړو د وژلو ادعا هم کړې، چې دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
خو د زابل ولايت يو تن اوسېدونکي ناصر جمال په فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې په دې هوايي بريد کې د يوه ماشوم په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي ادعا کړې ده چې وژل شوي کسان يې د تره زامن وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.