Language

افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۸) : پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لاره ومونده.

دا سیالۍ چې په سویلي افریقې کې روانې دي، پکې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه او اتو لوبډلو دویم پړاو ته لاره موندلې وه.

افغانستان نن  د دویم پړاو لوبه له پاکستان سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ ا ورونو کې ۱۸۹ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.  دافغانستان له لوري لوبډلمشر فرهان زاخیل تر ټولو زیاتې ۴۰ منډې، عبد الرحمن ۳۰، رحمن الله ۲۹ او اصف موسی زي ۲۸ د پام وړ منډې وکړې.

پاکستان یاد هدف په ۴۲ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله، دافغانستان له لوري نور احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

پاکستان به نیمه پای لوبه کې له هندوستان سره او نیوزیلینډ به له بنګله دیش سره لوبه کوي.

login or register a new account.

Related Topics