کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۸) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د پوځ مشر او بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سلواغې په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد نن اسلام اباد ته سفر وکړ او لومړی یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، خلیلزاد طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه قریشي ته معلومات ورکړل او د پاکستان له همکاریو یې مننه وکړه.
قریشي په دې لیدنه کې ویلي، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون سره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواریږي چې ټولې سیمې ته به یې ګټه ورسیږي.
هغه خلیلزاد ته ډاډ ورکړ، چې هیواد به یې د افغان سولې پروسه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
بلخوا د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم ولیدل او پر افغان سولې پروسې یې ورسره خبرې کړې دي.
خلیلزاد طالبانو سره تر څو ورځنیو خبرو اترو وروسته بلجیم ته تللی و ، هلته یې د ناټو مشرانوسره پر افغان سولې خبرې کړې دي، هغه دوه ورځې مخکې یو ځل بیا قطر ته ورغلی او له طالبانو سره تر خبرو وروسته نن اسلام اباد ته تللی و.
د امريکا او طالبانو ترمنځ چې له تېر څه دپاسه يو کال راهيسې په قطر کې خبرې اترې روانې دي، تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.
دا خبرې څو مياشتې مخکې په کابل کې تر يوه بريده وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له يوه ټويټ څخه وروسته ودرېدلې.
خو تېره مياشت چې دا خبرې بيا پيل شوې؛ نو پر بګرام پوځي اډې چې د امريکايي ځواکونو ستر پوځي مرکز دى، طالبانو ډله ييز بريد وکړ.
تر دې بريده وروسته زلمي خليلزاد طالبانو ته وويل چې له خپلو مشرانو سره پر اوربند او تاوتريخوالي کمولو سلا مشورې وکړي، په همدې موخه د طالبانو يو پلاوى خپل مشرتابه ته ولاړ او سلا مشورې يې وکړې.
تر هغې وروسته بيا د امريکايانو او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې اترې پيل شوې، خو کومې پايلې ته ونه رسېدل او څو ورځې مخکې زلمى خليلزاد د ناټو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره بلجيم ته ولاړ او د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره يې وليدل.
login or register a new account.